دوشنبه, مارچ 16, 2026
Homeافغانستانګلبدین حکمتیار:افغانستان په سم لورې نه دی روان، راتلونکی یې تیاره او...

ګلبدین حکمتیار:افغانستان په سم لورې نه دی روان، راتلونکی یې تیاره او هیواد د جدي ګواښونو سره مخ دی

‏د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د داخلي جګړې او بهرنیو سره د جګړې د احتمال خبرداری ورکړی.

نوموړي ویلي چې افغانستان په سم لورې نه دی روان، راتلونکی یې تیاره او هیواد د جدي ګواښونو سره مخ دی.

ښاغلي حکمتیار دغه راز ویلي چې افغانستان اوس یوه لویې شورا ته اړتیا لري، خو د لویې جرګې نوم یې نه دی اخیستی.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې: «موږ داسې حکومت ته اړتیا لرو چې د قانون پر اساس وي او د خپلو مسئولیتونو او صلاحیتونو روښانه تعریف ولري؛ خو له بده مرغه، اوس موږ یو ملي تړون او د قانون اساسي نه لرو.»

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here