د تورخم یو شمېر ځایي سرچینې وایي، چې د تورخم دروازه د درېیمې ورځې لپاره تړلې ده.
سرچینې وايي، چې په دغه دروازه کې سلګونه کسان بې ځایه شوي دي او د ډېرو ښځو، ماشومانو او ناروغانو حالت بحراني دی.
د تورخم دروازه د شنبې په ورځ د یوې نوې سرحدي پوستې د جوړولو په اړه د اختلاف له امله تړل شوې.
تېره ورځ د تورخم کمیسار عبدالجبار حکمت ویلي و چې هڅه کوي دا ستونزه د پاکستاني لوري سره د خبرو اترو له لارې حل کړي.

