د ازادۍ جبهې اعلان کړی چې د بګرام هوايي ډګر د څلورمې دروازې مخې ته یې په برید کې درې طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
دغې جبهې ویلي چې دا برید یې د شنبې په ماښام کړی.
دغې جبهې زیاته کړې، چې دا عملیات بریالي وو؛ خو نور جزئیات یې نهدي ورکړي.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

