یکشنبه, مارچ 15, 2026
Homeافغانستاننور احمد اغا:له ازبېکستان سره د بانکي خدماتو پراختیا د دواړو هېوادونو...

نور احمد اغا:له ازبېکستان سره د بانکي خدماتو پراختیا د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې پراخولی شي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د افغانستان بانک سرپرست نور احمد اغا د ازبېکستان بانک له رییس تیمور اشمتوف سره کتلي، چې د بانکي لېږدونو پر اسانتیاو، وړتیا لوړولو، د دواړو هېوادونو د ملي اسعارو پر کارولو او د ادینو د سیسټمونو پر نښلولو او پراختیا یې خبرې کړي دي.

نور احمد اغا په دې لیدنه کې ویلي، چې د بانکي خدماتو پراختیا کولای شي، چې د دواړو هېوادنو ترمنځ سوداګریزې اړیکې هم پراخې کړي.

دا لیدنه داسې مهال کېږي، چې د طالبانو حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته سفر کړی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here