د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو اعلان کړی چې د فلسطیني بندیانو خوشې کول به تر هغه وخته وځنډول شي، ترڅو چې حماس د اسراییلي یرغمل شوو کسانو “تحقیر آمیز مراسم” پای ته ونه رسوي.
د نتانیاهو دفتر ویلي چې حماس مکرراً د اوربند تړون نقض کړی او د یرغمل شوو کسانو له ازادۍ تبلیغاتي استفاده کوي.
له جنورۍ راهیسې، حماس ۲۵ اسراییلي یرغمل شوي کسان د عامو مراسمو له لارې خوشې کړي، چې په ترڅ کې یې هغوی مجبور شوي خلکو ته لاس وښوروي او خبرې وکړي.
د شنبې په ورځ، شپږ اسراییلي یرغمل شوي کسان ازاد شول، او اسراییل ټاکل شوې وه چې په بدل کې له ۶۰۰ زیات فلسطیني بندیان خوشې کړي.
نتانیاهو د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د فلسطیني بندیانو خوشې کول به تر هغه وخته وځنډوي، ترڅو چې حماس د دې مراسمو ترسره کول بند نه کړي.

