د ایران د شمالي شرق نظامي قرارګاو مسؤل صادق نوري ویلي، چې له افغانستان سره د پولې تړلو لپاره یې سل کیلومتره د اړتیا وړ نور دېوال هم چمتو کړی.
هغه د شنبې په ورځ له دغه بهیر لیدنه کړې او زیاته کړې یې ده چې، اقلیمي شرایطو ته په کتو، د پولو د تړلو چارې په ښه شکل روانې دي.
د یادونې ده، چې ایران دا کار د انساني او نشهیي توکو قاچاق او د پولو امنیت د خوندیتوب لپاره ترسره کوي.

