د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي چې پاکستان د طالبانو له حکومت سره همکاریو ته ژمن دی.
هغه ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت باید ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي.
اسحاق ډار ادعا کړې چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې وسلې د پاکستاني طالبانو ټيټيپي لاس ته ورغلي دي.
هغه ویلي که درېیم هېوادونه په پاکستان کې مېشت افغان کډوال و نه مني، نو پاکستان به دغه کډوال بېرته افغانستان ته واستوي.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې په ځلونو ویلي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کیږي او پوځي تجهیزات په خوندي ډول ساتل شوي دي.

