یکشنبه, مارچ 15, 2026
Homeافغانستانحامد کرزي؛د هېواد له یو شمېر مشرانو او ځوانانو سره د نجونو...

حامد کرزي؛د هېواد له یو شمېر مشرانو او ځوانانو سره د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانېستلو غږېدلی

د ‎هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي له یو شمیر مشرانو او ځوانانو سره کتلي.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې گډونوالو د ملي اتحاد او اتفاق پر لاټینگښت تاکید کړی او افغانستان یې د ټولو ‎افغانانو مساوي او مشترک کور بللی.

په دې لیدنه کې د مجلس ویناوالو د تعلیم پر ارزښت او د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو په اړه خبرې کړې دي.

حامد کرزي په دې لیدنه کې د دایمي سولې او ثبات لپاره یې پر ملي تفاهم ټینګار کړی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here