د طالبانو حکومت وایي، چې دوی د شریعت او اسلامي قانون په رڼا کې ځان د جرمونو نړیوالې محکمې ته مکلف نه بولي.
د طالبانو حکومت په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې دا محکمه عدل او انصاف نشي کوی او د دوی په خبره” د اشغال دوره” کې یې د زرګونه بې ګناه وژل شویو افغانانو د مجرمینو په اړه تر اوسه هیڅ نه دي کړي.
اعلامیه کې راغلي، چې د نړۍ لوی لوی قدرتونه د دې محکمې غړي نه دي او افغانستان یې هم خپل غړیتوب غیر ضروري بولي.
اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې دغې محکمې تل د سیاسي تمایلاتو له مخې چلند کړی.

