د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت د دغه وزارت له سرپرستۍ د عبدالحکیم شرعي د استعفاء په هکله راپورونه رد کړې.
د دغه وزارت ویاند برکتالله رسولي په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د عدلیې وزارت سرپرست د شیخ هبت الله د حکم پر اساس، د درملنې په موخه د دویم ځل لپاره متحده عربي اماراتو ته تللی او ډېر ژر به هېواد ته راستون شي.
رسولي ویلي، چې د عبدالحکیم شرعي د استعفاء د موضوع خپرېدل، رسنیزې ګنګونسې او شایعات ګڼي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو خبر ورکړی و چې عبدالحکیم شرعي د عدلیې وزارت له سرپرستۍ استعفاء ورکړې.

