وروسته له دې چې وړمه ورځ رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې امریکا ته پر شرایطو برابرو کسانو د لېږد دفتر ته امر شوی چې د اپریل تر میاشتې تړل کېدو ته چمتوالی ونیسي، تازه د افغان ایواک مشر شاون وان ډایور ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دفتر د دایمي تړلو پریکړه نه ده کړې.
شاون وان ډایور په خپله ایکس پاڼه لیکلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د افغان ایواک د دفتر تړلو پر طرحه غور کوي چې د امریکا دغه څاروونکی دفتر وتړي او که پرېږدي.
هغه ویلي چې په رسنیو کې د دغه دفتر د تړل کېدو اوازې ناسمې دي، خو که موږ ته له وزارت کومه پریکړه منظور شوه معلومات به شریک کړو.
هېره دې نه وي، که د ټرمپ د کابینې دا پریکړه لیک تصویب او پلی شو شا او خوا ۲۰۰ زره پر شرایطو برابر افغان کډوال امریکا ته له تلو پاتې کېږي.

