بلوچستان کې نامعلومه وسله والو د یو مسافر وړونکي موټربس څخه ۷ تنه د پنجاب ایالت اوسېدونکي راښکته کړي او په ډزو یې وژلي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د بلوچستان په برخان سیمه کې دغه موټربس چې ۴۵ تنه پکې سپاره وو، د کوټې ښار څخه د فیصل اباد سیمې ته پر لار و، د نامعلومه وسله والو تر برید لاندې راغلی او اووه تنه پنجابیان یې په زور کیباسلي او وژلي دي.
عیني شاهدانو ویلي چې وسله وال مخ پوښلي وو او شمیر یې په عیني حالت کې ۱۲ تنه و.
د دغې برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

