د ملي دفاع پخوانی مرستیال تمیم عاصي وایي، افغانستان یو نوي نسل او یو نوي ادرس ته ضرورت لري.
ښاغلي عاصي د ویانا غونډې ته په غبرګون کې ویلي، چې پخواني غله او داړماران د جمهوریت بدیل نشي کېدلی.
ښاغلي عاصي لیکلي، چې ددې غونډې هر ګډونوال په شخصي توګه پېژنم.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه کسان نړۍ ته هېڅ د باور وړ نه دي.
هغه دغه راز ویلي، چې طالبان تلونکي دي؛ خو د پرون ورځې خوشحاله سوداګر هم د طالبانو بدیل نه دي.

