د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په یوه ټلویزیوني مرکه کې خبرداری ورکړی، چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته به د هغه هېواد برخلیک د افغانستان وضعیت په څېر شي.
په ورته وخت کې د ډونالډ ټرمپ ادارې له روسي چارواکو سره د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو په اړه په ریاض کې خبرې پیل کړي دي.
ښاغلي زیلنسکي د جرمني له ټلوېزیون “ARD” سره په مرکه کې لوېدیځ ته د تېرو تېروتنو د نه تکرار خبرداری ورکړ او ویې ویل چې له ناټو سره له یوځای کېدو پرته د دغه هېواد د جګړې پای ته رسېدل ښايي د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته په افغانستان کې د ورته وضعیت لامل شي.
د اوکراین ولسمشر د دغه هېواد په وړاندې د امریکا د چلند په اړه وویل: “زه فکر نه کوم چې څوک دې له افغانستان سره لېوالتیا ولري.”
ولادیمیر زیلینسکي په ځانګړې توګه له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو چټک وتلو ته اشاره وکړه، چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې له طالبانو سره په دوحه کې خبرې اترې وشوې او یو تړون لاسلیک شو او بیا په ۲۰۲۱ کال کې د جوبایډن په دوره کې له سره عملي شو.

