د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وزیر امیرخان متقي په افغانستان کې د ایران سفیر علي رضا بیګدلي سره کتلي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې یې د دواړو هیوادونو په سوداګریزو، او اقتصادي برخو کې د تجارتي راکړې ورکړې په اسانتیا خبرې کړي.
ښاغلي تکل زیاته کړې، د دې ناستې هدف د دواړو هیوادونو سوداګرو او پانګه والو ته د سهولتونو رامنځته کول، د ترانزیتي دهلیزونو د پراختیا، د روغتیا او کرنې په برخو کې همکاري، د انرژۍ اړوند موضوعات، د برښناء تامین، په تخنیکي همکاریو کې پراختیا او د دغه دواړو هیوادونو د اړونده بنسټونو د ښه کولو په اړه بحث شوی.

