د سعودي عربستان پلازمینې ریاض کې د لوړ پوړو امریکايي چارواکو او روسي چارواکو تر منځ خبرې اترې پیل شوې.
په دغو خبرو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ګډون لري.
تر دې مخکې د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې پخواني مشر مایکل مک کال رویټرز ته ویلي وو چې د دغو خبرو موخه په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو پیلول او د امریکا، روسیې او اوکراین د ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ، ولادیمیر پوتین او ولادیمیر زیلینسکي تر منځ د غونډې تنظیمول دي.

