د بریتانیا لومړي وزیر کییر استارمر ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې اوکراین دې د افغانستان له برخلیک سره نه مخ کوي.
استارمر د ټرمپ اوسنی دریځ د ۲۰۲۱ کال د افغانستان د حکومت له سقوط سره پرتله کړی او ویلي یې دي چې امریکا باید خپل ستر تاریخي شکست بیا تکرار نه کړي.
نوموړي ویلي، چې د اوکراین وضعیت د بریتانیا له ملي ګټو سره مستقیمه اړیکه لري او د دې هېواد برخلیک باندې به څوک لوبې ته پرېنږدي.
هغه دغه راز زیاته کړې، چې داسې ښکاري واشنګټن مسکو ته ډېر امتیازونه ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اوکراین د سولې د خبرو لپاره سعودي عربستان ته تللی، ترڅو له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره وګوري.

