د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلېنسکي وایي، چې اوکراین به له روسیې سره د سولې مذاکراتو کې ګډون ونکړي.
هغه ویلي، د سولې کوم مذاکرات چې په سعودي کې کیږي، دوی پکې ګډون نه کوي، ځکه په تړاو یې هېڅ مالومات نه لري.
زېلېنسکي زیاته کړې، چې کییف باید د خپل راتلونکي په اړه هره غونډه او مذاکره کې ګډون ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو سعودي عربستان ته تللی او د اوکراین د جګړې په اړه هلته مذاکرات وکړي.

