د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال، د دغه هېواد له ولیعهد، محمد بن سلمان سره کتلي.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د غزې د راتلونکي په اړه خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې د ټرمپ هغه پلان چې غواړي له غزې څخه فلسطېنیان بل ځای ته ولېږدوي هم خبرې شوي؛ خو جزیات یې نه دي ورکړل شوي.
دغه راز په دې کتنه کې دواړو خواوو په غزه کې د اوربند پر دوام هم ټینګار کړی دی.

