د افغانستان لپاره د اسلامي همکارۍ سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت او ورسره مل پلاوي د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي.
د یاد وزارت ویاند ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د امنیت، زده کړو، له نشهيي توکو سره پر مبارزي، اقتصادي، بشري او پرمختیايي مسائلو او په دغه سازمان کې د طالبانو د استازیتوب پر پیاوړتیا خبرې کړې.
امیر خان متقي په دې لیدنه کې ویلي، چې بهرنیو رسنیو کې د دوی اصلي تصویر نه وړاندې کېږي او بهرني اړخونه باید پر تبلیغاتو د باور پر ځای ځمکني واقیعتونه په خپلو سترګو وګوري.
د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي بیا ویلي، چې دوی له پیل څخه د سلیقوي چلند پلویان نه دي او دا سازمان له بېلابېلو لارو د افغانستان ملاتړ کوي.
د یادونې ده، چې د اسلامي همکاریو سازمان څه موده وړاندې په یو کنفرانس کې د طالبانو له حکومت غوښتي وو، چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

