یوې باوري سرچینې حماسه میډیا ته ویلي، چې طالب استخباراتو د کابل هوایي ډګر کې دوحې غونډې ته د ۱۴ کسیزې ډلې د سفر مخه نیولې او دغه کسان یې له ځان سره بیولي دي.
سرچینې د نوم نه اخیستو په شرط ویلي، چې دا ډله ټاکل شوې وه نن «د افغانستان راتلونکي فکر فورم» په غونډه کې د ګډون لپاره دوحې ته لاړه شي.
سرچینې دغه راز ویلي، چې لطیف نظري، فیض محمد ځلاند، عزیز احمد حنیف، نظر محمد مطمئن، انجیلا احمدي او مدینه محبوبي د هغو کسانو په ډله کې دي چې دوحې ته له سفر کولو منع شوي او استخباراتو له ځان سره وړي دي.
د یادونې ده، چې «د افغانستان راتلونکي فکر فورم» یو بنسټ دی چې ۳۰ غړي لري او په دې بنسټ کې د پخواني حکومت مامورین، د مدني ټولنې فعالان او د پوهنتون استادان شامل دي.

