شنبه, مارچ 14, 2026
Homeافغانستاندین محمد حنیف؛د جاپان له سفیر تاکایوشي کرومایا سره کتلي

دین محمد حنیف؛د جاپان له سفیر تاکایوشي کرومایا سره کتلي

‏د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت سرپرست، دین محمد حنیف په کابل کې د جاپان له سفیر، تاکایوشي کرومایا، سره لیدلي دي.

د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د اقتصادي همکاریو د ښه والي، د بشري مرستو د موثریت او دوام په اړه بحث کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، په کابل کې د جاپان سفیر اعلان کړی چې جاپان به په روان زیږدیز کال کې د بېلابېلو برخو لپاره خپلو پراختیايي او بشري مرستو ته دوام ورکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here