پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeکورپاڼهامریکا؛فلادلفیا کې د الوتکې د لوېدو له کبله ۷ تنه وژل شوي

امریکا؛فلادلفیا کې د الوتکې د لوېدو له کبله ۷ تنه وژل شوي

د امریکا په فلادلفیا کې یوه وړه طبي ټرانسپورتي الوتکه لوېدلې، چې له کبله یې ۷ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

د یاد ښار ښاروال رسنیو ته پېښه تائید کړې او ویلي یې دي، چې دغه الوتکه د ښار په شمال ختيځه څنډه کې له ودانیو سره لګېدلې وه.

په دغه الوتکه کې یو ماشوم ناروغ انتقالېده، چې د لوېدو په پېښه کې یې مور، ماشوم، د الوتکې څلور عمله او یو تن لاندې پر ځمکه مړ شوی او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

وژل شوي ټول د مکسیکو اتباع وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here