د بښنې نړیوال سازمان له هېواده تر وتلو وروسته میدان ته د افغان ښځینه کرېکټ لوبډلې د راستنېدو په غبرګون کې ویلي، چې له کلونو جلا وطنۍ وروسته د دغو لوبغاړو بیا یوځای کېدل د سپورت او د ښځو د حقونو لپاره ښه خبر دی.
یاد سازمان پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د کرکټ نړیواله ټولنه باید د دې لوبغاړو ملاتړ وکړي ترڅو دوی وکولی شي په لوړه کچه سیالۍ ترسره کړي.
دغه سازمان له نړیوالو ورزشي بنسټونو غوښتي چې په رسمي سیالیو کې د دغو ورزشکارانو د ګډون لپاره شرایط برابر کړي او د نړۍ په کچه د دوی د لوبېدو له حقه ملاتړ وکړي.
د یادونې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ هم ویلي، چې افغان کرکټ ښځینه لوبډلې په میلبورن کې په هرې منډې سره ښکاره پیغام ورکړ چې دوی به غلې نشي.

