د طالبانو حکومت د فواید عامې وزارت وايي، د سالنګ لویه لار له تېرې شپې راهیسې یو ځل بیا د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقیار په ایکس کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو د دغې لارې د تړل کېدو لامل واوره، توپان او د موټر چلوونکو د لیدو کموالی بللی دی.
خبرپاڼه کې له هېوادوالو غوښتل شوي چې تر بل خبرتیا پورې دې پر دې لاره تګ راتګ نه کوي.
د یادونې ده چې دغه لاره په تېرو دوو اوونيو کې څو ځلې د ترافيکو پرمخ د واورو د اورښت له امله وتړل شوه.

