د پاکستان د سولې او مطالعاتو انستیتوت راپور ورکړی چې تېر کال په پښتونخوا، بلوچستان او د پاکستان په یو شمېر سیمو کې ۵۲۱ ترهګریز بریدونه شوي.
یادې ادارې ویلي، له دغو بریدونو ۲۹۵ پښتونخوا، ۲۰۲ بلوچستان، ۱۱ پنجاب، ۱ اسلام اباد او لس بریدونه کراچۍ کې شوي چې د ۴۸۹ امنیتي منسوبینو په ګډون پکې ۸۵۲ کسان وژل شوي.
دا بریدونه تر ډېره د بلوڅ ازادي غوښتونکو او ټيټيپي له لوري شوي دي.

