د چین په تبت کې د زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۲۰ تنو ته رسېدلی دی.
رویټرز د چینایي چارواکو له قوله ویلي، چې تر دې دمه یې څه باندې ۴۰۰ کسان ژغورلي او له ۳۰ زرو زیات یې خوندي ځایونو ته لېږدولي دي.
د یادونې ده چې تېره ورځ د چین په تبت کې د رېښتر په کچه ۶.۸ درجې قوي زلزلې درنه مرګ ژوبله واړوله.
هېره دې نه وي، چې دغه زلزله په نیپال، بوتان او هند کې هم حس شوې وه.

