د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي، چې د شیخ هبتالله له امر نه سرغړونه نه یوازې ناروا ده، بلکې د خدای له حکمه هم سرغړونه ده.
ندیم ویلي، چې که طالبان د هبت الله له امر څخه سرغړونه وکړي، نو خلک به هم د دوی په نافرمانۍ کې څو ګامه نور هم مخته لاړ شي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې هر څوک بايد د دوی د مشر شیخ هبتالله له حکمونو اطاعت وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د طالبانو حکومت د مشرتابه ترمنځ د وېش او اختلافاتو راپورونه ورکړل شوي وو.

