د سی آی ای پخوانۍ ماموره سارا ادم وايي، نور باید دا ذهنیت لرې کړو، چې طالبان له داعش سره جګړه کوي.
هغه وايي، طالبانو په بریالي ډول د دوی ټولنه، د امریکا دفاع وزارت او ان هوښیار ذهنونه غولولي دي.
نوموړې زیاتوي، چې له طالبانو سره باید هر ډول ملاتړ او دوی سره د معلوماتو شریکول په بېړنی ډول بند شي.
د ادم په خبره، له طالبانو سره د ښکېلتیا ستراتیژي د دوی د ملي امنیت لپاره ګواښ پېښ کړی او اوس هر هغه چارواکي د امنیت ساتلو ته اړ شوی، چې په دې اړه یې ريښتیا ویلي وو.
هغې دغه راز زیاته کړې، چې روان کال به د حساب کال وي.

