د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، هر هغه چا چې د افغانستان خاوره خرڅه کړې، اغزن تار پرې کش شوی او دوی ترې تللي؛ نو خیانت یې د افغانستان په تاریخ کې ثبت شوی.
عباس ستانکزي ویلي، د طالبانو حکومت ځواکونو په ښه ډول د خپلو پولو ساتنه کړې او هر هغه څوک چې دې لوري ته په بدو سترګو راوګوري؛ نو سترګې به یې ووځي.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني استازي اصف علي دراني عباس ستانکزي ته په کنایوي بڼه لیکلي، چې ځانمرګي ښه نه دي او راتلونکي نسل ته باید د مرګ پر ځای د ژوند زدکړې ورکړئ.

