د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د یاد وزارت د سرپرست وزیر پر موټریز کاروان د برید په اړه خپاره شوي خبرونه بې اساسه وبلل.
یاد وزارت پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دا د مغرضو او پردي پالو رسنیو راپورونه دي.
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عبداللطیف منصور د کابل شاه او عروس بند له پرانېستې وروسته، روغ رمټ بېرته راستون شوی او په دې اړه خپاره شوي خبرونه بې اساسه دي.
تر دې وړاندې د مقاومت جبهې ویلي وو، چې یاد برید دوی ترسره کړی، چې په پایله کې یې د عبداللطیف منصور ساتونکی وژل شوی او یو شمېر مهم طالب چارواکي ټپیان شوي دي.

