په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموريت یا یوناما وايي، له لسيزو جګړو وروسته لا هم دغه هېواد يو له هغو هېوادونو څخه دى چې د ځمکنيو ماينونو او چاودېدونکو توکو له پاتې شونو ډېر ځپل شوى دی.
یادې ادارې په خپله ایکسپاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره په افغانستان کې د جګړې له امله د پاتې شویو ماینونو د خطرونو په اړه خبرداری ورکړی.
یوناما دغه راز وايي، هره ورځ د ځمکنیو ماینونو ګواښ د انسانانو په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کوي.
د یادونې ده چې په تېرو څو لسیزو کې ناچاودو توکو د ګڼو ملکي افغانانو ژوند اخیستی او لا هم دغه خطرونو سره لاس او ګریوان دي.

