چهارشنبه, مارچ 11, 2026
Homeافغانستانامیرخان متقي؛د سوریې د بهرنیو چارو وزیر سره ټیلفوني خبرې کړې

امیرخان متقي؛د سوریې د بهرنیو چارو وزیر سره ټیلفوني خبرې کړې

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د سوریې انتقالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیباني سره ټیلفوني خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې متقي په دې خبرو کې هغه ته د بریا مبارکي ورکړې.

متقي ویلي، هیله لري چې افغانستان او سوریه له یو بل سره منظمې دیپلوماتیکې اړیکې ولري.

بل لورته د سوریې د بهرنیو چارو وزیر هم هیله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here