د کابل آمنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ حماسه ميډیا ته وویل چې په کابل کې هیڅ چاودنه نده شوې.
ښاغلي ځدراڼ وویل:«نن د کابل په شهرنو سیمه کې هېڅ چاودنه نه ده شوې، ځینې رسنۍ بېبنسټه ادعاوې خپرې کړي چې حقیقت نه لري.»
تردې وړاندې د خراسان ډایري په ګډون یوشمیر رسنیو د خپلو خبریالانو له قوله کابل کې د هند سفارت ته څیرمه د چاودنې خبرونه خپاره کړي وو.

