چهارشنبه, مارچ 11, 2026
Homeکورپاڼهروان کال؛پښتونخوا، بلوچستان او د پاکستان یو شمېر سیمو کې۳۸۳ افسران او...

روان کال؛پښتونخوا، بلوچستان او د پاکستان یو شمېر سیمو کې۳۸۳ افسران او سرتېري وژل شوي

روان کال له امنیتي پلوه د پاکستان لپاره بد کال ګڼل شوی، چې پکې یوازې د وسله والو ضد جګړه کې ۳۸۳ افسران او سرتېري وژل شوي.

د پاکستان د پوځ ویاند یو خبري کنفرانس ته ویلي، چې دوی هره ورځ د ترهګري د مخنیوي لپاره ۱۶۰ څخه زیات عملیات ترسره کوي.

نوموړي ویلي، روان کال یې بیا د ټي‌ټي‌پي په ګډون ۹۲۵ وسله وال وژلي چې د تېرو پنځو کلونو په پرتله لوړه شمېره ده.

نوموړي دغه راز بیا له طالبانو غوښتي چې افغانستان کې د پاکستان ضد وسله والو ډلو له ملاتړ لاس واخلي.

ارشد شریف پر پکتیکا د پاکستان بریدونو په اړه ویلي، چې دغلته ټي‌ټي‌پي خپل ځایونه لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here