د طالبانو د استخباراتو له زندان څخه تر خلاصیدو شپږ ورځې وروسته د پوهنتون استاد جاوید مومند ېو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
ښاغلي مومند نه دي ویلي چې له کومې لارې غواړې خپلو دغو هڅو ته دوام ورکوي، خو ټینګار یې کړی چې وطن یې خپل دی او غواړي د دردمندو هېوادوالو د درد دوا شي.
تردې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې طالب استخباراتو نوموړی پدې شرط خوشې کړی چې نور به په سیاسي بحثونو کې اشتراک نه کوي.

