سه شنبه, مارچ 10, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت؛پروان کې یو کس د قذف په تور ۸۰ دُرې...

د طالبانو حکومت؛پروان کې یو کس د قذف په تور ۸۰ دُرې وهلی

د طالبانو حکومت سترې محکمې ویلي، چې په پروان کې یې پر یوه کس د قذف حد پلی کړی دی.

یادې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کس په یوه بل کس د زنا تور پورې کړی و چې د ثبوت نه لرلو له امله په عام محضر کې اتیا دُرې و وهل شو.

د یادونې ده چې په تېره یوه میاشت کې د طالبانو حکومت د ۱۵ ښځو په ګډون ۱۰۱ کسان په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې په درو وهلي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here