د روسیې د ملي امنیت سلاکار سرګي شویګو له روسي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې له افغان لوري سره یې ډېرې خبرې پر اقتصادي مسایلو وې او د دغو خبرو اصلي محور تجارت، ټرانسپورټ او انرژي وه.
نوموړي ویلي، چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې روسیې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له لارې تر ۱۲۰۰ ټنه ډېرې بشري مرستې کابل ته لېږلې دي.
سرګي شویګو تېره ورځ په کابل کې د طالبانو حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې اترې وکړې.
طالب مشرانو له شویګو غوښتي چې اقتصادي اړیکې ورسره پراخه کړي او د طالب مشرانو نومونه له تور لیست څخه وباسي.

