د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر له افغان طالبانو غوښتي، چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان او نورو هېوادونو په ضد نه کاروي.
د یاد ګوند مشر حافظ نعيم الرحمان په اسلام اباد کې په يوه کنفرانس کې له افغان طالبانو غوښتي، چې مسوولانه عمل وکړي او اسلام اباد ډاډمن کړي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو په ضد نه کارول کيږي.
هغه ویلي، چې د پاکستان حکومت دې له طالبانو سره د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو وړاندې تر دې یې د پاکستان دا ډول تورونه بې اساسه بللي.

