خیبرپښتونخوا کې د یو جومات مخې ته په شوې چاودنه کې د جمعیت علماء اسلام ګوند سیمهییز مشر مفتي اعجاز وژل شوی دی.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې په پېښه کې یو بل تن هم وژل شوی؛ خو د هویت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغې پېښې هدف د شهزاده جومات ملاامام وو.
په یاده پېښه کې شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.
لاهم کومې ډلې د دغې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

