چهارشنبه, مارچ 11, 2026
Homeافغانستاند مقاومت په نوم جبهه:بدخشان کې مو ۸ طالب سرتېرو ته مرګ...

د مقاومت په نوم جبهه:بدخشان کې مو ۸ طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

د ملي مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې په بدخشان کې یې ۸ طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

یادې جبهې په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې تېره شپه د دوی د ډلې کسانو د بدخشان ولایت د ارګ او کشم په ولسوالیو کې په طالب سرتېرو بریدونه وکړل چې څلور طالب سرتېري یې وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here