ورورسته له هغې چې د طالبانو حکومت مشر ملا هبتالله اخندزاده د تسلیحاتي واکه د ملي دفاع، کورنیو چارو او دفاع وزیران صلب صلاحیت کړ، افغان ډیپلومات سمیر بدرود لیکلي، چې دغه اقدام د واک ښودنې لپاره نه، بلکې د یوې احتمالي کودتا د مخنیوي په موخه ترسره شوی.
د ښاغلي بدرود په وینا، دغه اقدامات ښيي د طالبانو په مشرتابه کې ژور اختلافات شتون لري او که څه هم له اخندزاده څخه واک اخیستل ممکن دي، خو دا کار د طالبانو ستونزې نه ختموي، بلکې ښايي بحرانونه نور هم ژور کړي.
نوموړی زیاتوي، طالبان د سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو د متضادو غوښتنو په منګولو کې ګیر دي.
دی وایي، طالبانو ته ناشونې ده چې هممهاله د هند، پاکستان، ایران، روسیې، چین او امریکا غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.

