اسټرالیا حکومت داسې قوانین وضع کوي، چې له مخې به یې تر ۱۶ کلونو کم عمره ماشومان له ټولنیزو رسنیو کارولو منع شي.
د اسټرلیا لومړي وزیر البانیسي ویلي، دا قانون به په راتلونکې اوونۍ کې د دې هېواد پارلمان ته وړاندې شي.
دا قانون د هغو زیانونو د مخنیوي لپاره وضع کېږي، چې د ټولنیزو رسنیو له کبله ماشومانو ته اوړي.
د یادونې ده چې د ټولنیزو رسنیو له کبله د نړۍ د ګڼو هېوادونو ماشومان له رواني او نورو ستونزو سره مخ دي.

