سه شنبه, نوومبر 3, 2026
Homeافغانستانکریم خرم:پاکستان له ۵۰ کلونو راهیسې د نشه‌يي توکو په قاچاق کې...

کریم خرم:پاکستان له ۵۰ کلونو راهیسې د نشه‌يي توکو په قاچاق کې تجربه لري

د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر، کریم خرم، د پاکستاني پوځ د ویاند هغو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی، چې افغانستان یې دولت نه دی بللی او ادعا یې کړې چې دغه هېواد یوازې نشه‌يي توکي تولیدوي.

خرم ویلي، پاکستان تل د افغانستان د بربادۍ هڅه کړې، خو افغانستان یو تاریخي هېواد دی او د پاکستان دا ډول ادعاوې پر خپل سیاسي او تاریخي هویت اغېز نه شي کولای.

نوموړي زیاته کړې، پاکستان له پخوا هڅه کړې چې افغانستان په نړیواله ټولنه کې سیاسي حضور او غږ ونه لري.

د هغه په وینا، پاکستان د نشه‌يي توکو په کاروبار او قاچاق کې ۵۰ کلنه تجربه لري او لا هم دغه کار ته په مهارت دوام ورکوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here