سه شنبه, نوومبر 3, 2026
Homeافغانستانملا برادر:له روسیې سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د پانګونې...

ملا برادر:له روسیې سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د پانګونې فرصتونه وڅېړل شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، له روسیې فدراسیون سره د اقتصادي همکاریو د همغږۍ غونډه د سې‌شنبې په ورځ (د عقرب ۱۲مه) په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې غونډه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د ګډ اقتصادي کمېسیون د وروستۍ غونډې د راپور په اړه معلومات وړاندې شول او د یاد کمېسیون د فعالیتونو د پرمخ وړلو لپاره د چمتو شوې طرحې په اړه بحث وشو.

د راپور له مخې، په تاتارستان کې د کازان فورم په څنډه کې له روسي لوري سره د اقتصادي همکاریو په تړاو چمتو شوی سند هم وروستی شوی او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د دواړو لورو ترمنځ لاسلیک شي.

په غونډه کې د زیربناوو، سوداګرۍ، برېښنا، ترانسپورټ، کانونو، لوړو زده‌کړو، کرنې، روغتیا، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې د پانګونې پر فرصتونو او لومړیتوبونو هم خبرې وشوې.

د غونډې ګډونوالو د سوداګریزو ویزو، درملو، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا او د ګډ اقتصادي کمېسیون د پرېکړو پر عملي کېدو هم ټینګار وکړ.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here