سه شنبه, نوومبر 3, 2026
Homeافغانستانملګرو ملتونو کې؛د پاکستان د بشري او ټولنیزو حقونو وضعیت ارزول کېږي

ملګرو ملتونو کې؛د پاکستان د بشري او ټولنیزو حقونو وضعیت ارزول کېږي

د ملګرو ملتونو د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو کمېټې (CESCR) په ۸۰مه غونډه کې د پاکستان د حقونو وضعیت دویمه دوره‌یي ارزونه نن، د نومبر په ۳مه او سبا، د نومبر په ۴مه ترسره کېږي.

د بښنې نړیوال سازمان (Amnesty International) ویلي، چې پاکستان په خپلو کورنیو قوانینو کې د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو د الزام‌آور تضمین لپاره د پام وړ ګامونه نه دي اخیستي.

دغه سازمان د پاکستان د چارواکو د وړتیا په اړه هم جدي اندېښنې څرګندې کړې، چې د تبعیض د نه‌شتون، د کار عادلانه او مناسب شرایطو، د کارګرو د اتحادیو د جوړولو او غړیتوب او روغتیا ته د لاسرسي حقونه تضمین کړي.

د یادې کمېټې غونډه به د جنیوا پر وخت نن د ماسپښین له ۳ بجو تر ۶ بجو او سبا د سهار له ۱۰ بجو تر ماسپښین ۱ بجې پورې دوام وکړي. غونډه به د ملګرو ملتونو له ویب‌ټلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپره شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here