دوشنبه, اکتوبر 19, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت: د هرات د رئیس په نوم خپره شوې ویډیو...

د طالبانو حکومت: د هرات د رئیس په نوم خپره شوې ویډیو بې‌بنسټه ده

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت هغه ویډیويي کلیپ بې‌بنسټه بللی چې په کې ادعا کې د هرات ولایت اړوند رئیس د پاکستان د پوځ په ملاتړ څرګندونې کوي.

یاد وزارت ویلي، د یاد کس په نوم په هرات کې د کار او ټولنیزو چارو رئیس نه شته.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په هرات ولایت کې د دغه وزارت اوسنی رئیس میرزا محمد ابومنصور دی.

دا په داسې حال کې ده چې تازه له هراته د پاکستان پوځ په ملاتړ د یو کس وېډیویي کلېپ خپور شوی و چې ویل کېدل د دغه ولایت د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو رئیس دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here