د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو تورن کړی چې د خپل سیاسي او قضايي وضعیت د ژغورلو لپاره هڅه کوي امریکا له ایران سره یوې بلې جګړې ته وهڅوي.
عراقچي ویلي: «نتنیاهو امریکا د دې لپاره یوې بلې جګړې ته ورټېل وهي چې خپله زندان ته له تلو وژغوري.»
نوموړي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې که واشنګټن یو ځل بیا د ایران پر وړاندې د جګړې هڅه وکړي، تهران هم لا نهحل شوې مسئلې لري.
عراقچي دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې ټرمپ له نتنیاهو خپل ملاتړ څرګند کړی. نوموړي د اسرائیل د اکټوبر د ۲۷مې ټاکنو ته په اشارې ویلي وو چې که د اسرائیل مشر بل څوک وي، ښايي امریکا خپله د ایران پر وړاندې د اقدام مسؤلیت پر غاړه واخلي.

