دوشنبه, اکتوبر 19, 2026
Homeافغانستانافغانستان د برازیل د فوټسال په شپږ‌اړخیزو سیالیو کې دویم مقام خپل...

افغانستان د برازیل د فوټسال په شپږ‌اړخیزو سیالیو کې دویم مقام خپل کړ

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د برازیل د شپږ‌اړخیزو سیالیو په پایلوبه کې له کوربه لوبډلې ۶-۰ ماتې وخوړه او د دغو سیالیو د دویم مقام په خپلولو سره یې سیالۍ پای ته ورسولې.

په دې لوبه کې فابینیو د برازیل لپاره دوه او لیاندرو لېنو، کلېبر، سرجینیو او روفینو هر یوه، یو- یو ګول وواهه.

افغان لوبډله له پایلوبې مخکې په دغو سیالیو کې نه وه ماته شوې، خو په وروستۍ لوبه کې یې د برازیل پر وړاندې بریا ترلاسه نه کړه.

برازیل د افغانستان پر وړاندې په بریا سره د درېیم ځل لپاره د دغو سیالیو اتلولي وګټله. دې لوبډلې په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو کې هم د شپږ‌اړخیزو سیالیو اتلولي ترلاسه کړې وه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here