جمعه, اکتوبر 16, 2026
Homeافغانستانمسادیکوف: د طالبانو حکومت په افغانستان کې اوږدمهاله سیاسي لوبغاړی دی

مسادیکوف: د طالبانو حکومت په افغانستان کې اوږدمهاله سیاسي لوبغاړی دی

د ډله ییز امنیتي تړون سازمان سرمنشي طلعت‌بیک مسادیکوف ویلي، د دغه سازمان ډېرو غړو هېوادونو د طالبانو حکومت له چارواکو سره خپلې اړیکې زیاتې کړې دي.

نوموړي د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیت په اړه د درېیو سیمه‌ییزو سازمانونو په ګډه غونډه کې ویلي، افغانستان سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ ته اړتیا لري او د بېوزلۍ، نشه‌یي توکو قاچاق او امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې همکاري مهمه ده.

مسادیکوف د افغانستان د سولې او ثبات د ملاتړ لپاره د ډله ییز امنیتي تړون سازمان، د خپلواکو دولتونو مشترک‌المنافع او د شانګهای د همکاریو سازمان ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ غوښتنه هم کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here